ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځایي امنیتي مسوولین: د تخار تالقانو ښار کې اته تنه داعش وسله وال ووژل شول

ځایي امنیتي مسوولین: د تخار تالقانو ښار کې اته تنه داعش وسله وال ووژل شول

author avatar
11 Jun 2022 - 23:22
ځایي امنیتي مسوولین: د تخار تالقانو ښار کې اته تنه داعش وسله وال ووژل شول
author avatar
11 Jun 2022 - 23:22

تالقان (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۱) : د تخار ولایت ځایي امنیتي مسوولین وایي چې په تالقانو ښار کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون اته تنه داعشیان وژل شوي دي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند مبین صافي د غبرګولي په ۲۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا نښته نن تر غرمې وروسته په شاوخوا درېیو بجو د ښار په څلورمه حوزه کې پیل شوه.

هغه زیاته کړه، دا نښته چې د ماښام تر اوه بجو روانه وه، په ترڅ کې یې د داعش ډلې اته غړي وژل شوي او درې تنه یې نیول شوي دي.

صافی وایي چې په نښته کې ځایي امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د سرپرست حکومت ویاند ذبیح  الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي، چې د استخباراتو لوی ریاست ځانګړو ځواکونو د تخار مرکز تالقانو اړوند ۴ حوزه کې د خوارجو د تمویل، تجهیز او روزنې پرمرکز عملیات تر سره کړل.

هغه زیاته کړې، د یادو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د خوارجو د مهم قومندان یونس ازبکستاني په ګډون  ۸ تنه کلیدي افراد ووژل شول.

ددې نښتې پر مهال د تخار – بدخشان لویه لاره هم د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه.

خپلواکو سرچینو تر اوسه ددې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

Views: 127

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.