ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا په شپږو ولسواليو کې ۱۴ نوي مخابراتي سايټونه فعال شول

د پکتيکا په شپږو ولسواليو کې ۱۴ نوي مخابراتي سايټونه فعال شول

author avatar
11 Jun 2022 - 17:32
د پکتيکا په شپږو ولسواليو کې ۱۴ نوي مخابراتي سايټونه فعال شول
author avatar
11 Jun 2022 - 17:32

ښرنه (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست وايي، د دغه ولایت په ځينو هغو ولسواليو کې چې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وې او يا پکې دغه خدمات ټکني وو، ۱۴ نوي مخابراتي سايټونه فعال شول.

د یادې ادارې رییس مولوي محمد‌انور قيام پژواک خبري اژانس ته وويل، د پکتیکا په ګيان او اومنه ولسواليو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پیل شول.

هغه زیاته کړه، په ګيان ولسوالۍ کې د افغان بېسیم ۲ سایټونه او په اومنه ولسوالۍ کې د سلام شبکې یو او د افغان بېیسم شبکې ۲ سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نوموړي په وينا، د پکتيکا په څلورو هغو ولسواليو کې یې هم ۸ نوي مخابراتي سايټونه فعال کړي چې له دې مخکې پکې مخابراتي خدمات ټکني وو.

قیام وايي، د يادو اتو سايټونو له جملې یې په شکين ولسوالۍ کې د افغان بېسیم يو ۳جي سايټ، په برمل ولسوالۍ او مرغه سيمه کې د افغان بېسیم يو ۳جي او يو ۲جي سايټ، په سروبي کې د افغان بېسیم او روشن دوه سايټونه او په جاني خېل ولسوالۍ کې د افغان بېسیم دوه سايټونه فعال کړي دي.

نوموړي وویل، د پکتيکا د دوولسو ولسوالیو (ګيان، نکه، زېړوک، اومنه، چهارباران، وړممۍ، وازيخوا، تروه، ډيله، خوشامند، ګومل، نعمت اباد) له ډلې یې په ګیان او اومنې ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پیل کړي او په نکه، زېړوک، وړممۍ، وازيخوا او خوشامند ولسوالیو کې یې د مخابراتي سيستم د فعالولو لپاره سروې تر سره کړې ده.

د پکتيکا اوسېدونکي د نوو مخابراتي سايټونو د فعالولو په اړه خوښي څرګندوي او وايي چې په دې سره به د دوی ګڼې هغه ستونزې حل شي چې د اړيکو نيولو پر مهال یې لرلې.

د دغه ولايت یوه اوسېدونکي عبدالحميد پژواک ته وويل، حکومت دې په دې برخه کې ډېر پام هغو ولسواليو او سيمو ته وکړي چې لا هم له مخابراتي خدماتو بې برخې دي.

هغه زیاتوي: «که په اوس وخت کې يوه سيمه له مخابراتي خدماتو بې برخې وي نو اوسېدونکي یې له لويو ستونزو سره مخ کېږي، دوی نه شي کولای په ژوند کې ارتباطات په ښه شکل ونیسي، ځکه اوس د ټکنالوژۍ دور دی او بايد ځانونه ورسره عيار کړو.»

نوموړی په اوسني وخت کې د مخابراتي سيستمونو فعالول اړين او ګټور بولي او په دې برخه کې له خصوصي شرکتونو هم د پانګونې غوښتنه کوي.

د پکتیکا چهارباران، تروه، ډيله، ګومل او نعمت اباد هغه ولسوالۍ دي چې لا هم په کې د مخابراتي خدمتونو د پیلولو په موخه سروې نه ده شوې؛ خو چارواکي ډاډ ورکوي چې په نږدې وختونو کې به په دغو ولسوالیو کې د مخابراتي سايټونو فعالولو په موخه سروې وکړي.

Views: 137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.