سرپل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د سرپل د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د اوسېدونکو د نه پاملرنې له امله د سرپل سیند اوبه ککړې شوې دي.
د سرپل ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست د اطلاعات او اړیکو مدیر عبدالحفیظ محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «سرپل یو لوی سیند لري چې په اووه ځایونو کې یې اوبه نهرونو ته بهېږي او سیند ته څېرمه مېشتو خلکو د نه پاملرنې له امله د سرپل د سیند اوبه ککړې شوې دي.»
هغه زیاته کړه چې د سیند شاوخوا ډېر اوسېدونکي د خپلو کورونو خځلې او دغه راز د حمامونو د اوبو، د پخلنځي او فاصلاب اوبو نلونه د سیند لوري ته برابروي.
هغه زیاته کړه: «تولیدي شرکتونه خپل توکي په سیند کې وینځي، وړۍ او جامې د سرپل په سیند کې وینځل کېږي چې همدا د دې لامل شوی چې د سرپل سیند لږ تر لږه ۵۰ سلنه اوبه زهرجنې شي.»
هغه زیاته کړه چې د سرپل سیند اوبه نه یوازې کرکیلې بلکې د څښلو لپار هم کارول کېږي او کاروونکي له روغتیايي ستونزو سره مخ کوي.
هغه وویل، حکومت هڅه کوي چې د سیند اوبو د ککړېدو مخه ونیسي.
نوموړي زیاته کړه: «د سرپل سیند د اوبو ککړتيا د مخنيوي لپاره په دې وروستيو کې د امنيه قوماندانۍ، ښاروالۍ او چاپېريال ساتنې استازو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوې او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP