تالقان (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): سیمهییزې سرچینې وایي چي د تخار د مرکز تالقان ښار د شرقي پروژې سیمه کې د نښتې له امله دو ملکي وکړي هم وژل شوي دي.
پرون د تالقان ښار د شرقي پروژې سیمه کې د داعش ډلې او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.
د تخار یو شمېر اوسېدونکو چې د پېښې په ځای کې یې حضور درلود، وايي چې په دې نښته کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
د پېښې عیني شاهد نجیب الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون له غرمې وروسته دوه بجې د شرقي پروژې کې نښته پیل شوه او څو ساعته یې دوام درلود.»
د هغه په وینا، د دې نښتې په لومړیو کې درې موټرچلوونکي او یوه ارایشګره ووژل شول.
د پېښې بل عیني شاهد میراحمد وایي: «په دې نښته کې د یوه موټرچلوونکي او یوې ارایشګرې د وژل کېدو شاهد وم.»
د هغه په خبره په دې نښته کې د لرګیو یو سرای هم سوځېدلی او د تخارـ بدخشان لویه لاره هم د څو ساعتونو لپاره د مسافرو پر مخ تړلې وه.
په همدې حال کې د تخار امنیتي چارواکي وایي، په پېښه کې د داعش ډلې د اتو غړو وژل کېدو او درېیو غړو نیول کېدو سربېره دو ملکي وکړي هم وژل شوي دي.
د تخار امنیه قوماندان مولوي حبیب الله شاکر وایي، پرون د کشفي او استخباراتي معلوماتو له مخې د تالقان ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د شرقي پروژې سیمه کې د داعش غړو یوه ډله د امنیت اخلالولو په موخه په یوه کور کې ځای پر ځای شوې وه چې امنیتي ځواکونو پرې عملیات ترسره کړل.
د شاکر په وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د یادې ډلې اته کسان ووژل او درې نور ونیول شول.
شاکر تاییدوي چې په دې نښته کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن