ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روسي کمپنیو یو ګروپ غواړي، په افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي

د روسي کمپنیو یو ګروپ غواړي، په افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي

author avatar
13 Jun 2022 - 11:36
د روسي کمپنیو یو ګروپ غواړي، په افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي
author avatar
13 Jun 2022 - 11:36

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د روسي کمپنیو یو ګروپ غواړي په افغانستان کې بادي، ګازي او د اوبو ټوربینونه جوړ کړي او د ډبرو له سکرو تر ۳۰ مېګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي ‎اجرائیوي ریيس ملا محمد عیسی ثاني تېره ورځ د کا ار (KR) په نوم روسي کمپنیو له مشر «خمیس مخیانوف» سره په افغانستان کې د برېښنا د تولید برخه کې پر پانګونه خبرې کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، مخیانوف ویلي، غواړي په افغانستان کې د بادي، ګازي او اوبو ټوربینونه جوړ کړي او د ډبرو له سکرو د ۲۵ تر ۳۰ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

دغه راز د یادې کمپنۍ پلاوي ویلي چې ډېر ژر به خپل تخنیکي انجنیران له مشخصو وړاندیزونو سره افغانستان ته راولېږي، څو په یادو برخو کې د پانګونې امکانات پیدا کړي او د پلي کولو لپاره یې اړین پړاوونه ووهي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئيس ویلي چې دغه شرکت له یاد روسي ګروپ سره په هره برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.

ملا عیسی ثاني له یاد پلاوي غوښتنه کړې چې خپل مشخص وړاندیز او پلان د برېښنا له شرکت سره شریک کړي، څو له څېړنې وروسته یې عملي بڼې ته واړوي.

شاوخوا یو کال مخکې د چیني پانګوالو یوې ډلې هم کابل ته د سفر پر مهال ویلي وو، غواړي په افغانستان کې د ۴۰۰ میلیون ډالرو په پانګونه د ډبرو له سکرو په ګټه اخیستو ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.

د راپورونو له مخې، افغانستان دا مهال شاوخوا دوه سوه مېګاواټ برېښنا تولیدوي، خو د برېښنا شرکت په خبره، اووه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او اوس یې یوازې د ستونزو هواري په موخه له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه برېښنا وارد کړې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.