Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې يوه خصوصي روغتون فعالیت پيل کړ

ښرنه (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې يو خصوصي روغتون چې د ۱۷ ميليونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، نن یې فعالیت پيل کړ.

د دغه خصوصي روغتون مسوولين وايي، په پکتيکا کې یې د مسلکي کادرونو لپاره په روغتيايي برخه کې د کاري زمينې برابرولو او خلکو ته د ښه خدمت کولو په موخه دغه روغتون جوړ کړ.

د «ميرويس ولي» په نوم د دغه روغتون مشر او بنسټګر ډاکټر ميرويس ولي کټوازي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی به د روغتيا په برخه کې په ښه او عالي کیفيت سره د نويو او عصري وسايلو په واسطه خدمات وړاندې او خلکو ته به اسانتياوې برابرې کړي.

هغه زياته کړه، دغه روغتون ۲۰ بستره لري چې د عمومي داخله، نسايي- ولادي او ماشومانو ناروغيو درملنې به پکې د مسلکي روغتيايي ټيم پر مټ ترسره کېږي.

د نوموړي په خبره، په دې روغتون کې یې د نارينه متخصصينو ترڅنګ د ښځينه ناروغيو د درملنې په موخه هم په کار پوه او وړ ډاکټرانې ګومارلې دي.

هغه زياتوي: «موږ اکثره ماشينونه له جرمني راوړي چې په لابراتوارونو او عمليات خونو کې ترې کار اخلو او موږ به د ۲۵ تنه نرسانو، چې دوه یې ښځې دي او همدارنګه د نسايي- ولادي په برخه کې د متخصصې ډاکټرې او قابلې پر مټ خپلو هېوادوالو ته خدمت کوو.»

د هغه په وينا، د دغه روغتون د لا ښه والي او باکيفيته خدماتو د وړاندې کولو لپاره به لګول شوې ۱۷ ميليونه افغانۍ بودجه په راتلونکې کې تر ۵۰ ميليونه افغانۍ پورې ورسوي؛ څو خلکو ته د روغتيا په برخه کې ډېرې اسانتياوې برابرې او معياري خدمات وړاندې کړي.

د پکتيکا اوسېدونکي د روغتيا په برخه کې دغه ډول خصوصي پانګونې ګټورې بولي او وايي، د خصوصي روغتونونو په جوړېدو سره به د خلکو هغه ستونزې او اړتياوې چې په دولتي روغتونونو کې یې پوره کېدل ناشونې وي، پوره شي.

دوی د خصوصي روغتونونو له مسوولينو او درمل پلورونکو د باکيفيته خدماتو وړاندې کولو پر غوښتنې هم ټينګار کوي او د روغتيا د برخې په دولتي مسوولينو غږ کوي چې هېواد ته دې په را واردېدونکو درملو څار ډېر کړي.

د مرکز ښرنې يو اوسېدونکی په دې اړه پژواک خبري اژانس ته زياتوي: «د دوايانو د کيفيت په برخه کې دلته ستونزه ده، له ډاکټرانو مې دا هيله ده چې بې کيفيته دوا بنده کړئ، مريضانو ته بېکاره درمل مه ليکئ، کله چې تاسو بې کيفيته درمل بند کړئ، نو د دواخانو والا یې خپله بندوي.»

دی د خصوصي روغتونونو له ډاکټرانو دا غوښتنه هم کوي چې د هېواد په اوسنيو بحراني حالاتو کې دې له ناروغانو سره د فیس اخيستلو په برخه کې له تخفيفه کار واخلي.

د ښرنې ښاروال مولوي محمد ناصر هلال د دغه روغتون په پرانيست غونډه کې له پانګه‌والو وغوښتل، چې په پکتيکا کې دې په روغتيايي او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

هغه زياته کړه، پانګه‌وال دې خلکو ته د خدمت او اسانتياوو په برابرولو سره په ډاډمن او خوندي چاپېريال کې د خصوصي سکتور له چوکاټ سره سمه پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په مرکز ښرنه کې د «ميرويس ولي» خصوصي روغتون مسوولين د ياد روغتون د پرانيستې په مراسمو کې د يوه روغتيايي خيريه بنسټ د رامنځته کولو خبر هم ورکړ او زياته یې کړه، د همدې خيريه بنسټ پر مټ به د کال يو ميليون افغانۍ په بېوزلو او ناچارو ناروغانو مصرف کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.