ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ځمکني ترانسپورټ د تایید شوې طرحې له مخې به هر کال ۳۰ میلیارده افغانۍ عواید راټولېږي»

«د ځمکني ترانسپورټ د تایید شوې طرحې له مخې به هر کال ۳۰ میلیارده افغانۍ عواید راټولېږي»

author avatar
13 Jun 2022 - 15:23
«د ځمکني ترانسپورټ د تایید شوې طرحې له مخې به هر کال ۳۰ میلیارده افغانۍ عواید راټولېږي»
author avatar
13 Jun 2022 - 15:23

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): اقتصادي کمېسیون، د معیاري ځمکني ترانسپورټي سیستم د رامنځته کولو داسې یوه طرحه د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي ډول تایید کړه چې له مخې به یې د کال ۳۰ میلیارده افغانۍ عواید راټولېږي.

دغه څرګندونې د افغانستان د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر له خوا رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې شوې دي.

سرچینې لیکلي، د اقتصادي کمېسیون په ۲۳مه نوبتي غونډه کې د ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه د ترانسپورټي چارو د تنظیم کمېسیون له لوري پر جوړې شوې طرحې او وړاندیزونو بحث وشو.

د خبرپاڼې له مخې، اقتصادي کمېسیون په افغانستان کې د معیاري ځمکني ترانسپورټي سیستم د رامنځته کولو او ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه په لسو مادو کې د دغه کمېسیون وړاندې شوې طرحه د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي ډول تایید کړه.

د سرچینې په وینا، د دغې طرحې لسمه ماده (په سرحدي بندرونو کې د باروړونکو موټرو د نوبت د بهیر تنظیم) له تاییده مستثنی ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې طرحې له عملي کېدو سره به په کلني ډول د دولت خزانې ته نږدې ۳۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شي.

سرچینې د دغې طرحې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.