Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د حج او اوقافو پخوانی وزير محمد صديق چکري هم هېواد ته راستون شو

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د حج او اوقافو پخوانی وزير محمد صديق چکري او د پوليسو د کوپراتیف پخوانی رييس تورن جنرال محمد انور کوهستاني هم هېواد ته راستانه شول.

په هېواد کې د تېرې زمري میاشتې له سیاسي بدلون وروسته، یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته ولاړل او ځیني یې له پخوا په بهر کې مېشت دي؛ خو د تېر کال د کب په ۲۵مه د افغانستان سرپرست حکومت کابینې «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون» جوړ او تصویب کړ چې د غويي په ۳۱مه دغه کمېسیون خپله کړنلاره اعلان کړه او کار یې پیل کړ.

د یاد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د اړیکو کمېسيون په هڅو د حج او اوقافو پخوانی وزير محمد صديق چکري هېواد ته راستون شو.

هغه د چکري له قوله لیکلي: «هېواد ته په راتګ سره داسې د خوشحالۍ احساس کوم، لکه ټوله دنيا چې ما ته راکړل شوې وي.»

د وثیق په خبره، چکري د حکومت له لوري د هغه د تود هرکلي له امله مننه کړې ده.

رسنیو د ۱۳۹۸ کال وري په۱۴مه راپور ورکړی و چې صدیقي چکړي د افغانستان د لویې څارنوالۍ په غوښتنې د انګلستان پولیسو نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، هغه د لویې څارنوالۍ له خوا د میلیونونو ډالرو په اختلاس تورن شوی خو چکړي دغه تور رد کړی و.

دغه راز یاد کمېسيون تېره شپه پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي چې د دغه کمېسیون د هڅو په لړ کې د تېر نظام د کورنيو چارو وزارت د ملي پوليسو د کوپراتیف پخوانی رييس تورن جنرال محمد انور کوهستاني هم هېواد ته راستون شوی دی.

د سرچینې په وینا، کوهستاني تېره ورځ د یاد کمېسيون د اړیکو څانګې له مسوول انس حقاني سره لیدلي او د حکومت له لوري د هغه د تود هرکلي ستاینه یې کړې ده.

سرچینې نه دي ویلي چې دغه چارواکي له کومو هېوادونو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې ده، هېواد ته د افغان شخصیتونو د بېرته راستنولو کمېسیون په هڅو د مخکني حکومت د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي وګړو خوندیتوب ادارې مشر انتظار خادم، د ترانسپورټ سرپرست وزیر حسن مبارک عزیزي، د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري، د ملي دفاع وزارت ۱۶ پوځیان او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ هم هېواد ته راستانه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.