Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرزي او د ترکیې سفیر افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره پر خبرو‌ ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د ترکیې سفیر افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خبرو‌ اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې کرزي په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارگینای سره لیدلي دي.

سرچینه وايي، په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو نظرونه تبادله شوي او د افغانستان او ترکیې د تاریخي او دوستانه اړیکو او همکاریو په باب هم خبرې شوې دي.

د سرچینې په وینا، حامد کرزي د افغانستان له خلکو سره د ترکیې له همکاریو په ځانګړې توګه افغان ځوانانو ته د زده‌کرې زمینې د برابرولو او د تحصیلې بورسونو له ورکړې مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.

دغه راز سرچینې زیاته کړې چې دواړو خواوو په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د تامین لپاره د خبرو‌ اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.