کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، په افغانستان کې د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کډوالو ته د سم چاپيريال برابرولو لپاره کار کوي او دې موخې ته د رسېدو لپاره خپل فعالیتونه او کارکوونکي ډېروي.
د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټويټر ليکلي چې نن د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مرستيالې کيلي کليمينټس د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.
سرچينه ليکي، کيلي کليمينټس په دې ليدنه کې وويل چې د کډوالو چارو اداره داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کډوالو ته د مناسب چاپيريال رامنځته کولو برخه کې کار کوي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره خپلې کړنې او د کارکوونکو شمېر ډېروي.
هغې زياته کړې چې د کډوالو ستونزې به کوربه هېوادونو ته د سفر پرمهال او په درې اړخيزو غونډو کې مطرح کړي.
سرچينه ليکي، ستانکزي په دې ليدنه کې ويلي چې حکومت د نورې کډوالۍ د مخنيوي او د مخکنيو کډوالو د راستنولو هوډ لري.
هغه زياته کړه: «د لسيزو جګړو، بېروزګارۍ، بانکي او اقتصادي بنديزونو له کبله دغه کار ډېر دروند شوى او په دې برخه کې د نړيوالو مرستې ته اړ يو.«
ستانکزي يادې ادارې ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې دغه اداره دې د کډوالو د ستونزو په حل کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP