مهترلام (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې له زرو کسانو سره د څارویو ۲۰۰ ټنه خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مواد پرون (د غبرګولي ۲۴مه) د افغانستان د بیارغونې او انرژۍ د سپما موسسې (AREA) په مالي ملاتړ، په الیشنګ ولسوالۍ کې پر خلکو ووېشل شول.
هغه زياته کړه چې هر کس ته د څارويو لپاره یې ۲۰۰ کیلو ګرامه خواړه ورکړل شوي.
Views: 65
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن