ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې یوه ښځه د خاوند په همکارۍ په انلاین ډول سینګار توکي پلوري

نیمروز کې یوه ښځه د خاوند په همکارۍ په انلاین ډول سینګار توکي پلوري

author avatar
15 Jun 2022 - 16:35
نیمروز کې یوه ښځه د خاوند په همکارۍ په انلاین ډول سینګار توکي پلوري
author avatar
15 Jun 2022 - 16:35

زرنج (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): په نیمروز ولایت کې یوې ښځې د خپل خاوند په همکارۍ په لومړي ځل، د سینګار او روغتیايي توکو انلاین/ پرلیکه پلورنځی جوړ کړی دی.

د «بیوټي انلاین پلورنځی» بنسټګرې ریزه‌ګل نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، په هېواد کې د نظام له پرځېدو او اقتصادي ستونزو له ډېرېدو وروسته، تصمیم ونیو چې د دغه پلورنځي په جوړولو سره د  نیمروز ولایت ښځو ته انلاین خدمات او اسانتیاوې برابرې کړي.

رېزه‌ګله چې پر وینا یې د اقتصاد له څانګې فارغه شوې او اوس د زرنج ښار په «سیستان» لېسه کې سر‌ښوونکې ده وايي، د «بیوټي انلاین پلورنځي» د جوړولو موخه ښځو لپاره د اړتیا وړ وسایلو ارزانه،  اسانه او چټکه لاسرسی دی.

هغې وویل: «دغه کار کې مې خاوند شاهرخ ازاد راسره همکاري وکړه، ما دغه سوداګري په لږو پیسو ۵۰ زره افغانیو پیل کړ، خرڅلاو مو د ورځې له ۴ تر ۵ زره افغانیو رسېدلی چې ښه عاید لاسته راوړم.»

هغې زیاته کړه، ټول خرڅلاو یې په انلاین ډول دی او د ټولنیزو شبکو لکه وټساپ، انسټاګرام او ټلګرام له لارې تر سره کیږي؛ دغه راز د خلکو تر کورونو د محصولاتو رسول وړیا دي.

نظري وايي: «موږ وغوښتل چې د دغه پلورنځي د جوړولو له لارې د نیمروز نورو ښځو ته هم کار پیدا کړو؛ هغوی په عمده ډول له مونږ څخه محصولات پېري او په کمې فیصدۍ یې پلوري چې له دې لارې ښه عاید تر لاسه کوي.»

نوموړې زیاته کړه چې خپل محصولات له ایران هېواد، کابل او هرات ولایتونو واردوي؛ د وسایلو تسلیمي او وړل یې د خاوند له خوا ترسره کېږي.

د هغې په خبره، د دغه پلورنځي یوه برخه کتابتون دی چې د ښځو او ځوانانو اسانه لاسرسي لپاره ځانګړی شوی او د شاهرخ ازاد له خوا مدیریت کېږي.

د نیمروز یوې سینګارونکې نرګس یوسفزۍ پژواک ته وویل، د نیمروز ګرمۍ، په بازارونو کې د بې‌کیفیته ارایشي لوازمو، د بازار د اجناسو لوړو بېو ته په کتو د دغه پلورنځي جوړول یوه ښه ګام دی؛ ځکه چې په اوسنیو شرایطو کې ډېری ښځې نه شي کولی خپلې اړتیاوې له بازاره برابرې کړي.

هغې زیاته کړه، په بازار کې باکیفیته محصولات لږ دي او انلاین پلورنځی پر اسانتیا برابرولو سربېره، د ښځو لپاره د وېښتانو او جلد ښه سلاکار هم دی.

په دغه حال کې، د نیمروز ښاروالۍ د حکومتولۍ امر محب‌الله نورزاد پژواک ته وویل: «په نیمروز کې د یوې مېرمنې له خوا د یوه انلاین پلورنځي جوړول یو مثبت ګام دی او د نورو ښځو د هڅولو لامل کېږي؛ دغه کار د کورنیو د اقتصاد په وده کې ښه اغېزناک واقع کېږي.»

نوموړي وویل، حکومت د داسې ښځو له کړنو ملاتړ کوي.

Views: 141

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.