Language

د افغانستان او کمبوډیا ترمنځ د فوټبال لوبه مساوي شوه

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱) : د فوټبال د اسیایي جام غوراوي سیالیو کې  د افغانستان او کمبوډیا ترمنځ لوبه دوه په دوه ګولونو مساوي پای ته ورسیده.

دا لوبه پرون ناوخته د هندوستان په کوربه توب په کلکتې ښار کې ترسره شوه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د لوبې تر نیمایي وقفې پورې افغانستان دوه او کمبوډیا یو ګول وهلی و او افغانستان مخکې و.

خو د لوبې تر نیمایي وقفې وروسته افغانستان ګول ونه شو وهلی او کمبوډیا وکولی شو، چې یو بل ګول ووهي او لوبه مساوي پای ته ورسوی.

د افغانستان له لوري مصطفی ځاځي او فیصل شایسته ګولونه ووهل.

تر دې مخکې هانګ کانګ او هندوستان هم افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

Related Topics