Language

هلمند کې سلګونو بېوزلو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا پر ۵۰۰  بېوزلو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې.

د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي الله‌داد انقیادي پژواک خبري اژانس وویل چې هرې کورنۍ ته ۴۲۰ امریکايي ډالر ورکړل شول.

ده زیاته کړه، دا هغه بېځایه شوې کورنۍ دي چې د تېرو جګړو پرمهال يې کورونه ویجاړ شوي او يا هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

انقيادي وویل چې د دې مرستې لپاره په ۲۰۲۱ کال کې سروې شوې او مستحق کسان انتخاب شوي وو.

د لښکرګاه د صافیانو سيمې اوسېدونکي نورعلي چې دغه مرسته يې ترلاسه کړې، پژواک  ته وویل چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او هیله لري چې دغه مرسته يې تر يوې اندازې د کورنۍ اړتياوې پوره کړي.

نوموړي وویل، په تېرو جګړو کې د ده او زرګونو نورو کسانو کورونه ویجاړ شوي او حکومت دې  باید ورته ورغوي.