ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا مدیریت: سنګین ولسوالۍ کې روغتيايي مرکزونه د خلکو نفوس ته په کتلو کافي نه دي

د عامې روغتيا مدیریت: سنګین ولسوالۍ کې روغتيايي مرکزونه د خلکو نفوس ته په کتلو کافي نه دي

author avatar
15 Jun 2022 - 11:47
د عامې روغتيا مدیریت: سنګین ولسوالۍ کې روغتيايي مرکزونه د خلکو نفوس ته په کتلو کافي نه دي
author avatar
15 Jun 2022 - 11:47

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د هلمند د سنګین ولسوالۍ عامې روغتيا مدیر سیف‌‌الدین فېروز وايي، په دې ولسوالۍ کې شته روغتيايي مرکزونه کافي نه دي او د خلکو ستونزې نه شي هوارولای.

ده وویل چې دغه ستونزه يې له عامې روغتيا ریاست سره شریکه کړې او هیله لري چې د حل لپاره يې اقدام وشي.

بل خوا، د یاد ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي چې دوی د ولایت په کچه د خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره هڅې پيل کړې او ډېر ژر به ورته رسېدنه وشي.

د سنګین ولسوالۍ خلک هم د روغتيايي مرکزونو له کمښته شکایت کوي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

د یادې ولسوالۍ د فتیح‌محمد کلي اوسېدونکي عصمت‌الله پژواک اژانس ته وویل چې دوی کافي روغتيايي مرکزونه نه لري او خلک له ستونزو سره مخ دي.

ده وویل: «زموږ په سيمه کې یو کلینیک شته، خو یوازې د زېږنتون او واکسين کارونه پکې ترسره کېږي او نور هېڅ خدمات نه لري.»

 هغه زياته کړه چې د سيمې خلک يې خپل ناروغان د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې بست روغتون ته وړي او يا يې له هېواده بهر انتقالوي.

نوموړي وویل، حکومت دې د خلکو ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي.

 د سنګین د مالمون سيمې اوسېدونکی ملا ښادي هم پژواک ته وویل: «په ولسوالۍ کې شته کلینیکونه  د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولای.»

نوموړي هم له حکومته وغوښتل چې د خلکو نفوس ته په پام سره دې ورته کافي روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.

Views: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.