ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر کرکټ لوبغالي ته د احاطې دېوال جوړ شو

د لوګر کرکټ لوبغالي ته د احاطې دېوال جوړ شو

author avatar
16 Jun 2022 - 16:03
د لوګر کرکټ لوبغالي ته د احاطې دېوال جوړ شو
author avatar
16 Jun 2022 - 16:03

پل‌علم (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د لوګر کرکټ لوبغالي شاوخوا دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې او نن د غبرګولي په ۲۶مه د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

د لوګر ولایت د کرکټ امر بشیر‌احمد ساحل پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرکټ لوبغالي دغه دېوال له اوسپنیز جال او پایو جوړ شوی چې ۲،۵ متره جګوالی او ۴۵۰ متره اوږدوالی لري.

هغه زیاته کړه، د دغه دېوال پر جوړولو ۱ میلیون او ۱۰۰زره افغانۍ لګښت راغلی چې د کرکټ بورډ ادارې له خوا ورکول شوې دي.

نوموړی وايي، د دغه دېوال په جوړېدو لوبغالی خوندي شو او لوبغاړو ته په ډاډه زړه د لوبو زمینه برابره شوه.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د کرکټ لوبغالي د احاطوي دېوال جوړول مهم ګام دی چې په خوندي چاپېریال کې لوبو ته زمینه برابروي.

هغه زیاته کړه، کرکټ او نورې لوبې د خلکو په یووالي کې مهم رول لري او په دغه ولایت کې تر پخوا وده کړې او ګڼ مینه‌وال یې پيدا کړي دي.

د کرکټ لوبغاړي خوښ دي چې د یاد ولایت د کرکټ لوبغالي د احاطې دېوال جوړ شو.

د محمد فهیم په نوم یوه لوبغاړي پژواک ته وویل، پخوا د لوګر ولایت کرکټ لوبغالي ته له هرې لارې خلک او څاروي ننوتل او د لوبې پر مهال یې لوبغاړو ته سرخوږی جوړاوه چې اوس به دا ستونزه حل شي.

هغه د کرکټ بورډ له مرکزي ادارې وغوښتل چې د دغه لوبغالي د چمن، د نندارچیانو د ناستې ځایونو او دې ته ورته نورو برخو پاتې کارونه هم بشپړ کړي.

د لوګر کرکټ لوبغالي د احاطې دېوال جوړول په داسې حال کې بشپړېږي چې د دغه لوبغالي د هوارولو، شنه چمن، د لوبغاړو لپاره د اړتیا وړ خونو او د نندارچیانو د ناستې ځایونو د جوړولو چارې نیمګړې پاتې دي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.