بامیان (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د سوېډن کمېټې په بامیان ولایت کې د معلولیت لرونکو وګړو د بیاځواکمنتیا پروګرام، د سیمهییزې ادارې د مسوولینو او رسنیو په حضور کې پرانیست.
د سوېډن کمېټې رییس خالد رحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمېټه له څلوېښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ټولنیزې سوکالۍ او ټولنیزو خدماتو ته د خلکو عادلانه لاسرسي برخه کې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه، یاده کمېټه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې فعالیت لري چې تر ډېره له ښوونځیو پاتې وګړو د ښوونې او روزنې، د کلیو پراختیا، د معلولینو بیا ځواکمنتیا او روغتیايي وضعیت ښه کېدو برخو کې په مختلفو ټولنیزو سطحو کې فعالیت کوي.
دغه راز د یادې کمېټې د معلولیت څانګې مسوول محمدغني امین پژواک ته وویل، د بامیان د یکه و لنګ ا او ۲ نمبر ولسوالۍ د هغوی تر پوښښ لاندې دي او د ۱۰۰ ښوونیزو ټولګیو په جوړولو سره یې، تر ۵۰۰ زیات معلولین یې د خپلو حمایتي پروګرامونو تر خپل پوښښ لاندې نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د هغوی حمایوي پروګرامونه تر ډېره، د پورونو ورکړې له لارې د معلولینو پر اقتصادي ځواکمنتیا، د ښوونې او روزنې پر بهبود او د سواد زدهکړې پروګرامونو له لارې په ټولنه کې د معلولیت لرونکو وګړو شاملولو باندې څرخي.
د بامیان د اقتصاد رییس محمدهارون شاکر هم ژمنه وکړه چې له دغې کمېټې سره به همکاري کوي او د یاد پروګرام پلي کولو لپاره به زمینه برابروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP