کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۱): اقتصادي کمېسیون د ابونصر فراهي بندر ترانشيپ لارې ته - چې څه موده مخکې د بې کیفيته او قاچاقي توکو د واردولو له امله تړل شوې وه - د بيا فعاليت اجازه ورکړې ده.
د ریاستالوزراء له لومړي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رياستالوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون ۲۴مه غونډه ترسره شوه چې پکې پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو مفصل بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.
سرچينه کاږي، اقتصادي کمېسيون د ماليې وزارت په مشرۍ د هغې کمېټې پرېکړې تاييد کړې چې څه موده مخکې يې «ابونصر فراهي» بندر کې د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې په موخه سفر کړى و.
سرچينه زياتوي: «د دغو پرېکړو له مخې به د افغانستان اسلامي امارت د قوانينو په رڼا کې د ابونصر فراهي بندر ترانشيپ لارې ته د اوس لپاره په رسمي ډول د بيا فعاليت اجازه ورکړل شي. دغه لاره څه موده مخکې د بې کيفيته او قاچاقي توکو د واردولو له امله تړل شوې وه.»
بايد وویل شي چې ترانشیپ له يوې نقليه وسيلې څخه بلې ته د مالونو لېږد ته ویل کېږي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، اقتصادي کمېسيون همداراز تر هر اړخيزې ارزونې وروسته د ځنګلونو د وهلو او لرګيو د قاچاق مخنيوي په موخه د کرنې وزارت له لوري جوړه شوې طرحه هم تاييد کړه او د تطبيق وړ یې وبلله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP