کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې لوبډلې سره له سياليو وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ په فېسبوک پاڼه کې د غبرګولي په ۲۷مه لیکل شوي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې له سفر وروسته نن سهار هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په تېره مې میاشت کې زمبابوې هېواد ته د سیالیو ترسره کولو لپاره تللې وه.
په یاد سفر کې د کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې نړۍوالې لوبې وکړې چې ټولې یې وګټلې.
د یادولو ده، نړیوالې یوه ورځنۍ سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو برخه وه چې د ۲۰۲۳زېږديز کال نړۍوال جام ته د لارموندنې په موخه ترسره شوې.
افغان لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو په ګټلو سره د سوپر لیګ سیالیو په جدول کې له بنګله دېش وروسته دویم ځای خپل کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP