Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې د پولیسو اکاډمي ته د برېښنا رسونې پروژې کار پيل شو

میدان‌ښار (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د میدان وردګو مسوولين وايي، د دغه ولایت په سيد‌اباد ولسوالۍ کې د پولیسو اکاډمي لپاره د ۴۰ میلیونه افغانيو په ارزښت د برېښنا رسونې پروژه پيل شوه.

د یاد ولایت د والي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پولیسو ياد مرکز د سيداباد ولسوالۍ په ټوپ دښته کې موقعیت لري او د برېښنا له عمومي جېکشنه شاوخوا ۳۰ کیلو متره واټن کې دی.

سرچينې ويلي، د یادې برېښنا رسونې پروژې مالي لګښت د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي او د رغولو چارې به یې د يوه خصوصي شرکت له خوا تطبيق شي.

د سرچينې په خبره، د ۴۵۳ پایو (د برېښڼا ستنو) په وسیله به د سیداباد ولسوالۍ د برېښنا له عمومي جېکشن څخه یاد تعليمي مرکز ته برېښنا لېږدول کېږي.

سرچينې د پروژې د بشپړېدو کره وخت نه دی یاد کړی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.