میدانښار (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د میدان وردګو مسوولين وايي، د دغه ولایت په سيداباد ولسوالۍ کې د پولیسو اکاډمي لپاره د ۴۰ میلیونه افغانيو په ارزښت د برېښنا رسونې پروژه پيل شوه.
د یاد ولایت د والي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پولیسو ياد مرکز د سيداباد ولسوالۍ په ټوپ دښته کې موقعیت لري او د برېښنا له عمومي جېکشنه شاوخوا ۳۰ کیلو متره واټن کې دی.
سرچينې ويلي، د یادې برېښنا رسونې پروژې مالي لګښت د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي او د رغولو چارې به یې د يوه خصوصي شرکت له خوا تطبيق شي.
د سرچينې په خبره، د ۴۵۳ پایو (د برېښڼا ستنو) په وسیله به د سیداباد ولسوالۍ د برېښنا له عمومي جېکشن څخه یاد تعليمي مرکز ته برېښنا لېږدول کېږي.
سرچينې د پروژې د بشپړېدو کره وخت نه دی یاد کړی.
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن