ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د جګړو له امله ویجاړې شوې نظامي ودانۍ رغول کېږي

اروزګان کې د جګړو له امله ویجاړې شوې نظامي ودانۍ رغول کېږي

author avatar
18 Jun 2022 - 12:40
اروزګان کې د جګړو له امله ویجاړې شوې نظامي ودانۍ رغول کېږي
author avatar
18 Jun 2022 - 12:40

ترینکوټ (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی چې اروزګان ته یې سفر کړی وايي، د دغه ولایت هغه نظامي تاسیسات رغوي چې د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوي دي.

د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د تېرو جګړو پر مهال د نورو دولتي تاسیساتو ترڅنګ ګڼې نظامي ودانۍ هم زیانمنې شوې او یا یو مخ ویجاړې شوې دي.

اروزګان ته د کورنیو چارو وزارت راغلی پلاوی وايي، د سفر موخه یې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د نظامي ودانیو د وضعیت ارزونه او د هغو بېرته رغول دي.

د دغه وزارت د تحکیماتو برخې مسوول او د پلاوي غړي انجنیر حسین پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو ټولې هغه نظامي ودانۍ به له نږدې وګوري او اوسنی وضعیت به یې وارزوي چې په تېرو جګړو کې زیانمنې شوې یا ویجاړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د دوی له ارزونې وروسته به په لنډ وخت کې د ټولو نظامي ودانیو د رغولو چارې پيل شي.

خو دی وايي چې په ځینو ولسوالیو کې د نظامي حوزو، ماموریتونو او کنډکونو د ودانیو ترڅنګ ټول دولتي تاسیسات له منځه تللي چې بیارغول یې وخت اخلي.

د ده په خبره، تر اوسه معلومه نه ده چې د دغو ودانیو بیارغول به څومره لګښت وغواړي خو اړوند وزارت ژمن دی چې ژر یې د رغولو چارې پيل شي.

د اروزګان ځايي چارواکي د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام ستايي او په رغونه کې یې د همکارۍ ژمنه کوي.

د دغه ولایت والي ملا محمد خان دعوت وايي، په مرکز او ترینکوټ کې ګڼې دولتي ودانۍ د جګړو له امله زیانمنې شوې او ویجاړې شوې چې ډېرې یې له کارونې وتلې دي.

دی زیاتوي، ولایتي ادارې په ځینو ولسوالیو کې په خپلو امکاناتو د یو شمېر دولتي ودانیو رغول پیل کړي وو خو د ټولو نظامي ودانیو بیا جوړول ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.

نوموړي وویل، د تېرو جګړو له امله د دولتي ودانیو ترڅنګ عامه او ملکي ودانیو ته هم زیانونه اوښتي چې د هغو د بیارغونې لپاره یې له یو شمېر مرستندویه ادارو سره خبرې کړې او د مرستې غوښتنه یې ترې کړې ده.

د اروزګان اوسېدونکي بیا له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د جګړې له امله د دوی د ویجاړ شوو کورونو په رغونه کې مرسته وکړي.

د مرکز ترینکوټ د شاه‌منصور سیمې یوه اوسېدونکي ملا عبدالشکور پژواک اژانس ته وویل، د دوی کلی له تېرو پنځو کلونو راهیسې د جګړې کمربند پاتې شوی او څو ځلې د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ لاس په لاس شوی دی.

هغه زیاته کړه، له همدې امله دلته ګڼ کورونه ویجاړ شوي، باغونه وچ شوي او تر ټولو بده دا چې په سیمه کې یې ناچاوده توکي هم پاته دي چې د خلکو ژوند ګواښي.

نوموړی غوښته کوي چې حکومت او مرستندویه ادارې دې د کورونو او باغونو په بیا جوړولو کې مرسته ورسره وکړي ځکه دوی یې په یوازې ځان د جوړولو توان نه لري.

د کورنیو چارو وزارت پلاوی په داسې حال کې د اروزګان د ویجاړو نظامي ودانیو د بېرته جوړولو خبره کوي چې د خاص اروزګان، دهراوود او چارچینو ولسوالیو د امنیې قوماندانیو ودانۍ په تېرو کلونو کې د جګړې د ښکېلو لورو له خوا څو ځلې لاس په لاس شوې او ویجاړې شوې دي.

دغه راز د مرکز ترینکوټ ترڅنګ په چورې او چنارتو ولسوالیو کې بیا د امنیتي حوزو، کنډکونو او ماموریتونو ودانۍ سختې زیانمنې شوې او جګړو یې بڼه اړولې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.