Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې پر درمسال د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د کابل ښار په کارته ‌پروان کې د سکانو پر درمسال د برید مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ سهار شاوخوا شپږنیمې بجې وسله‌وال کسان د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې پر ساتونکو د لاسي بم له برید وروسته د سیکانو درمسال ته ننوتل.

سرچينه زياتوي چې په دغه برید کې د درېیو بریدګرو په ګډون ۵ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي؛ په وژل شوو کې یو امنیتي کس او یو اهل هنود شامل دي او ټپي شوي اووه کسان هم اهل هنود دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې په کابل کې د اهل هنودو پر معبد برید دوی کړی؛ دوه کسان یې په کې وژلي او ۷ نور یې ټپيان کړي دي.

په راپور کې راغلي، د داعش خراسان څانګې په ټیلګرام کې ادعا کړې چې دغه برید یې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي په غبرګون کې کړی او داسې معلومېږي چې اشاره یې د هند د حکومت د یوې ویاندې څرګندونو ته وه چې ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو غندلې دي.

پر یاد درمسال برید په کور دننه او بهر پر سختو ټکو غندل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.