Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د «افغان انوېسټ» په نوم شرکت د ۲۵۰ میلیون ډالرو په پانګونې سره فعالیت پيل کړ

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د «افغان پانګې» شرکت په افغانستان کې د ودانیزو، کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې د ۲۵۰ میلیون امریکایي ډالرو په لومړنۍ پانګونې سره نن فعالیت پيل کړ.

د ریاست‌الوزرا د لومړي معاونیت دفتر د یادو معلوماتو ترڅنګ وایي چې د افغان انوېسټ (افغان پانګه) په نوم دغه شرکت یو محدود المسوولیت شرکت دی چې تر اوسه ۱۳ ګډونوال لري.

د ریاست‌الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په کابل کې د دغه شرکت په پرانیست‌غونډه کې وویل: «دا شرکت به ان‌شاءالله نور هم پراخېږي؛ موږ به د دوی کلک ملاتړ ته دوام ورکوو او هیله مو دا ده چې دې شرکت کې دې د هر قوم او هر ولایت تجارانو ته سهم ورکړل شي.»

هغه زیاته کړه: «زموږ هېواد د ذخایرو له پلوه ډېر غني هېواد دی، سرمایه داره هېوادوال که په بهر کې سرمایې لري، باید خپل هېواد ته یې را انتقال کړي، موږ مو حمایت کوو، تجارت د یو هېواد لپاره حیاتي ارزښت لري.»

هغه وایي چې په افغانستان کې د سوداګرو پر وړاندې هيڅ ستونزه نشته او په ډاډه زړه دې په هېواد کې پانګونه وکړي.

په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مولوي شهاب الدین دلاور د «افغان پانګه» شرکت ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: «افرین دې په تاسې ۱۳ کسانو وي، موږ داسې هېوادوال هم لرو چې له دې هېواده یې میلیاردونه ډالر تښتولي، تاسي نیتونه صفا کړئ، الله به مو په کارونو کې برکت واچوي، دا پاک نظام دی، پاک یې وساتئ.»

ده وویل چې اوس په افغانستان کې ملي حاکمیت او سراسري امنیت اعاده شوی او نن په هېواد کې له واخانه تر اسلام‌کلا او له تورخمه بیا تر حیرتانه بشپړ امنیت دی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.

هغه وویل: «موږ نه یوازې دا چې خپل هېواد مو ازاد کړ، بلکې ګاونډي او د سیمې هېوادونه مو هم د تېري‌ګرو له شره خلاص کړل.»

د هغه په وینا، اوس چې ايران ارام ژوند لري او که پاکستان او يا هم د  افغانستان نور ګاونديان، دا د افغانانو د قربانيو پایله ده او نړۍوال يې بايد درناوی وکړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.