[restrict paid=”true”]
کندوز (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د کندوز سیمه ییزو مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۱ موټرو د غلا په تور د څلورو کسانو نیول کېدو خبر ورکوي.
د کندوز امنیه قوماندان قاري بختیار معاذ پژواک ته وویل، نیول شوو څلورو کسانو له کابل څخه نهه کرولا او دوه سراچه موټر غلا کړي وو او غوښتل یې په دغه ولایت کې یې وپلوري چې ونیول شول.
هغه زیاته کړه: «دغه نیول شوي غله چې درې یې د کابل او یو د کندوز دی؛ هغوی په حرفهیي ډول له کابله موټر غلا کړي وو او کندوز ته یې د پلور لپاره راوستلي وو چې د کندوز امنیتي ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.»
بختیار له هغو کسانو چې موټر یې تښتول شوي او اسناد یې ورسره وي، وغوښتل چې د کندوز امنیې قوماندانۍ ته مراجعه وکړي او خپل موټر تسلیم شي.
د کندوز د امنیې قوماندانۍ له درنو جرمونو سره د مبارزې مدیر مولوي انورالحق مجاهد وویل: «د کندوز له ټولو اوسېدونکو غواړو چې په داسې قضیو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو هغه که په داخل د نظام کې وي او که بهر، څو امنیت اخلال کړي او غیرقانوني فعالیت وکړي.»
د کندوز امنیتي مسوولین وایي، له لومړنیو څېړنو وروسته به د دغو کسانو دوسیې عدلي او قضایي بنسټونه ته ولېږل شي.
[/restrict]
Views: 127
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن