[restrict paid=”true”]
فېروزکوه (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱):د غور سیمهییز مسوولین وایي، د غور ښاري محکمې یو ځوان یوې نجلۍ ته د «مزاحمت» په جرم، په ۲۹ شرعي دُرو محکوم کړ او دا حکم پرې تطبیق شو.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل: «د غور ولایت ښاري محکمې یو ځوان یوې مسلمانې خور ته د مزاحمت په جرم د ۲۹ شرعي دُرو تنفیذي سزا ورکړه.»
د هغه په خبره، دغه ځوان د فېروزکوه ښار د «بهاري» کلي اوسېدونکی دی چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د استخباراتي ځواکونو له خوا ونیول شو او له لازمو څېړنو وروسته پرې د شرعیت حکم عملي شو.
دا ځوان په داسې حال کې د غور د محکمې له خوا په دُرو وهل کېږي چې څه موده مخکې هم یو هلک او نجلۍ د نامشروع اړیکو لرلو په تور د یاد ولایت د څارنوالۍ ریاست له خوا، په دُرو وهل شوي وو.
[/restrict]
Views: 151
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن