Language

نورستان کې د لومړي ځل لپاره لسګونه کسان له کمپیوټري زده‌کړو فارغ شول

پارون (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): په نورستان ولایت کې د لومړي ځل لپاره لسګونه کسان د کمپیوټر زده‌کړې له کورس څخه فارغ شوي دي.

ځایي مسوولین وایي چې یاد شمېر کسان د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د کمپیوټر زده‌کړې له شپږ میاشتني وړیا کورس څخه فارغ شوي دي.

په همدې موخه نن د نورستان ولایت مقام په تالار کې له غرمې وروسته یوه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د یادو فارغانو ترڅنګ د ځینو ادارو مشرانو هم برخه درلوده.

د نورستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس مولوي محمدخالد فاتح وویل چې یاد ریاست به دغه ډول پروګرامونو ته دوام ورکړي څو هېوادوال له عصري ټکنالوجۍ سره اشنا شي.

یوه تازه فارغ شوي یوسف عمري دغه پروګرام ګټور وباله او زیاته یې کړه چې په دې شپږ میاشتنۍ زده کړو کې یې ډېر څه زده کړل.