[restrict paid="true"]
لښکرګاه (پژواک، ٣٠ غبرګولى ۱۴۰۱): د هلمند حکومتي مسوولين وايي، د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ مربوطاتو کې د درېیو هغو کسانو مړي چې د لامبلو پر مهال اوبو ډوب کړي وو، موندل شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال مولوي محمدقاسم رياض د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې کسان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي وو.
هغه وايي، د يادو کسانو مړي نن موندل شوي او خپلو کورنيو ته یې سپارلي دي.
هغه وويل چې د هلمند والي امنيتي مسوولينو ته امر کړى چې له دې وروسته په ياده سيمه کې د خلکو د لامبلو مخه ونيسي.
د يادونې ده، د کوچني اختر په ورځو کې هم يو کس په همدې سيمه کې په سيند کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړى و.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP