Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوې افغانې داسټرالیا پارلمان ته لاره ومونده

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): یوه افغانه چې د اسټرالیا تابعیت لري، توانېدلې چې په خپله ټاکنیزه حوزه کې د ډېری رایو په اخیستو سره، د یاد هېواد سنا مجلس ته لار ومومي.

فاطمه پیمان هغه افغانه ده چې په ۸ کلنۍ کې له خپل مور او پلار، درېیو خویندو او یوه ورور سره اسټرالیا ته تللې؛ هغه په افغانستان کې زېږېدلې لومړنۍ اسټرالیایۍ ده چې د دغه هېواد پارلمان ته لاره مومي.

د ځينو رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان وګړې او په لویدیځه اسټرالیا کې د کارګر ګوند کاندیده فاطمه پیمان توانېدلې چې په خپله ټاکنیزه حوزه کې د اکثریت رایو په ګټلو سره، د دغه هېواد سنا ته لاره ومومي.

فاطمه پیمان د لویدیځې اسټرالیا د سنا مجلس شپږمې او وروستۍ څوکۍ په ترلاسه کولو سره، د دغه هېواد په پارلمان کې لومړنۍ افغاني‌الاصله اسټرالیایۍ او لومړنۍ با حجابه مسلمانه مېرمن ده.

نوموړې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په ژوند کې هڅه او زیار ګالل یې له خپل پلاره زده کړي چې هغه د ژوند د لګښتونو پوره کولو او کورنۍ ته د اسانتیا برابرولو لپاره شپه او ورځ څوکيداري، ټکسي‌واني او اشپزي کړې ده.

پیمان اوس د اسټرالیا په سنا کې د یاد ایالت یوه ټاکل شوې استازې ده او دا فرصت به ولري چې د نورو اسټرالیایي سناتورانو ترڅنګ فعالیت وکړي.

د یادونې ده، فاطمه پیمان توانېدلې چې د کډوالۍ په نړۍواله ورځ کې دغه کامیابي تر لاسه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.