کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): هغه دوه افغانان چې حج ته پر بايسکل روان و، خو د ایران او عراق پر پوله څه ستونزو سره مخ شول، نن د کورنيو چارو د سرپرست وزير په لګښت سعودي ته روانېږي.
د راپورونه له مخې، د نوراحمد په نوم یو کس د روان کال د غويي په پنځمه پر بایسکل له غزني ولایت څخه سعودي ته د حج فریضې ادا کولو په موخه رون شو او په کندهار کې د عزيزاحمد په نوم بل کس- چې هغه هم غوښتل پر بايسکل حج ته ولاړ شي - ورسره ملګری شو، خو د ايران او عراق پر پوله بند پاتې شول او د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
نوراحمد په یوه ویډیویي کلیپ کې، چې شپږ ورځې مخکې خپور شوی، وایي چې دی د ایران په اهواز ښار کې دی او بل ملګری یې تهران ته تللی.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان په ايران کې بند وو، د کورنيو چارو وزارت راغوښتي او اوس کابل کې دي.
ده وویل، ټاکل شوې ده چې دغه دوه کسان نن (د غبرګولي ۳۰مه) د کورنیو چارو د سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په ځانګړي لګښت د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وياند فضلمحمد حسيني پژواک ته وویل: «دا کسان د کورنيو چارو وزارت راغوښتي، لګښت يې ورکړی، موږ ورته ځانګړی سهم برابر کړی، حق لري چې سږ کال وکولای شي حج ته ولاړ شي.»
د ده په وینا، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سپارښتنه دغو کسانو ته دا وه څو له هغو لارو حج ته ولاړ شي چې له ستونزو خالي وي او دغه وزارت به هم هغه خدمات ورته برابر کړي چې په لاس کې لري.
د راپورونو پر بنسټ، سږ کال له افغانستانه ۱۳۵۸۲ افغانان د حج فريضې د اداء کولو په موخه سعودي ته سفر کوي او د دغو کسانو د لېږد لړۍ د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۲مه پیل شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن