Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نرخ ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

میدانښار ( پژواک، غبرګولی، ۳۱، ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د څښاک د پاکو اوبو رسولو یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د میدان وردګو ولایت، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پروژه د نرخ ولسوالۍ، د کریمدادو کلي بشپړه شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې پر دې پروژې څه باندې ۳ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوی دی.

په خبرباڼه کې راغلي ، دا پروژه چې د لمریزې برېښنا سیستم هم ورته فعاله شوی، د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست سره په همغږۍ رغول شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې یاده شبکه پر یو مهال د ٢٠ متره مکعبه اوبو ساتلو ظرفیت لري، چې له لارې به یې  ١٠٢ کورنیو او یوه مسجد ته پاکې او صحي اوبه رسول کیږي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.