کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د شپږیزې لیګ اتم پړاو سیالیو مهالوېش اعلان شو.
د کرکټ بورډ په فېسبوکپاڼه کې لیکل شوي چې د دغه لیګ سیالۍ به د راتلونکې جولای میاشتې پر ١٨ مه پیل او د اګسټ تر پنځمې دوام وکړي.
ټاکل شوې چې د دې سیالیو لومړۍ لوبه د کابل بازانو او د بندامیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ تر سره شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د شپږیزې لیګ د اتم پړاو سیالۍ به د کابل د کرکټ په ملي لوبغالي کې ترسره شي.
د يادونې ده، شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ دوه کاله وړاندې په ٢٠٢٠ زېږدیز کال کې وشوې چې د کابل بازانو لوبډلې اتلولي ترلاسه کړه؛ خو تېر کال د ځينو ستونزو له امله دغه ليګ ترسره نه شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP