ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او شاوخوا ولایتونو کې سخته زلزله وشوه

کابل او شاوخوا ولایتونو کې سخته زلزله وشوه

author avatar
22 Jun 2022 - 02:21
کابل او شاوخوا ولایتونو کې سخته زلزله وشوه
author avatar
22 Jun 2022 - 02:21

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د پژواک خبریالان وایي چې په کابل او شاوخوا ولایتونو کې سخته زلزله وشوه.

دا زلزله نن شپه شاوخوا یوه نیمه بجه په داسې حال کې وشوه چې خلک په خواږه خوب ویده وو.

د کابل ترڅنګ په غزني، میدان وردګ، لوګر، خوست، پکتیکا، پکتیا، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم زلزله شوې ده.

د امریکا د زلزلې سنجونې ادارې (یو اېس جي اېس) د معلوماتو له مخې، زلزله د ریختر په کچه ۶،۱ درجې وه او مرکز یې د افغانستان سوېل ختیځ ولایت خوست څخه ۴۴ کیلومتره لرې ګردېز ښار و.

حبیب‌الله ذهین په فیسبوک کې لیکلي: «په ژوند کې مې لومړي ځل لپاره اوږده زلزله حس کړه، رب دې افغانان وساتي.»

حکمت‌الله حقیار بیا وایي چې ده تازه عملیات کړي وو او ډاکټر ورته د ارام سپارښتنه کړې وه، خو د زلزلې له امله یې منډه کړه، اوس یې تکلیف زیات شوی دی.

دا زلزله په داسې حال کې شوې چې په ځینو ولایتونو کې سخت بارانونونه هم شوي او په ځینو کې اوس هم روان دي.

تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده، تېره شپه د پاکستان په خېبر پښتونخوا، وزیرستان او پلازمېنې اسلام‌اباد کې هم زلزله شوې ده.

[/restrict]

Views: 166

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.