[restrict paid=”true”]
جلالاباد (پژواک، چنګاښ لومړۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د سخت ورښت له امله د يوه کور د خونې چت غورځېدو له امله يو کس مړ شوى او ۵ نور ټپيان شوي دي.
بلخوا، د یاد ولايت په درهنور ولسوالۍ کې د واورو ورښت يو شمېر څاروي له منځه وړي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ولايت د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه کور د خونې چت غورځېدلی چې له امله يې د يوې کورنۍ يو کس مړ شوی او پنځه نور ژوبل دي.
دغهراز، د سيمې يوه اوسېدونکي ملک نياز هم پژواک ته دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل، په درېيو کليو کې د کورونو د خونو چتونه راغورځېدلي دي.
هغه وويل، يوه خونه د دغې ولسوالۍ په پېښې، بله صندوق او درېيمه خونه هم لنډۍ کلي کې راغورځېدلې ده.
نوموړي د مرګژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په درهنور ولسوالۍ کې تېره شپه سخته واوره ورېدلې چې له امله يې يو شمېر څاوري له منځه تللي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست دغه خبر تاييد کړی، خو په تړاو يې نور معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه زلزلې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې شاخوا ١٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
[/restrict]
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن