[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د تېرې شپې زلزلې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې او لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د زلزله سنجونې د نړۍوالو ادارو د معلوماتو له مخې، زلزله تېره شپه په ۱:۲۵ بجې د خوست ښار په ۴۴ کیلومترۍ کې د ۵۱ کیلومترو په ژوروالي شوې ده.
د سرپرست حکومت ویاند بلال کریمي په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي: «په ډېر تأسف سره تېره شپه د پکتیکا ولایت په څلورو ولسوالیو کې درنه زلزله شوې چې له امله یې زموږ سلګونه هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.»
نوموړي پر مرستندویه ادارو غږ کړی چې په بېړنۍ توګه سیمې ته ټیمونه ولېږي، څو د غمیزې د لا پراخېدو مخنیوی وشي.
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدامین حذیفه وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله په دغه ولایت کې ۲۵۵ کسان مړه او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، زلزلې تر ټولو ډېر زیان د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو ګیان، برمل، زیړوک او نکې ولسوالۍ کې اړولی دی.
بلخوا، د باختر دولتي خبري اژانس په ټویټر پاڼه کې راغلي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله ۲۸۰ کسان مړه او له ۶۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
دغه اژانس د ځايي چارواکو له قوله لیکلي چې سیمې ته له ګاونډیو ولایتونو او مرکزه چورلکې او امبولانسونه رسېدلي او ټپيان یې روغتون ته لېږدولي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، امکانات کم دي او که له مرکزه بېړنۍ پاملرنه و نه شي نو د مړو شمېر ډېرېدلای شي.
دغهراز، د پکتیکا په ګاونډ خوست ولایت کې هم زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني وايي، زلزلې د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې ۲۵ کسان مړه او ۹۵ نور ټپیان کړي دي.
خو ده اندېښنه ښودله چې د مړو شمېر ډېرېدلای شي.
د امریکا د جیولوجکي سروې ادارې ویلي، د چهارشنبې په سهار ۱:۲۵ بجې د ریختر په کچه د ۶.۱ درجې یوې زلزلې د افغانستان سوېل ختیځ او د پاکستان ځینې برخې ولړزولې.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، زلزله د خوست ښار په ٤٤ کيلومترۍ کې د ٥١ کيلومترو په ژوروالي کې شوې ده.
بل خوا، د اروپا د زلزله سنجونې یوې ادارې په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان، هند او پاکستان شاوخوا ۱۱۹ میلیونه وګړو د ۵۰۰ کیلو متره په حدودو کې د دغې زلزلې ټکانونه احساس کړي دي.
تېر کال په بادغیس کې د ریختر په کچه د ۵.۶ درجې زلزلې ۲۶ کسان مړه کړي وو او یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړي وو.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP