ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال‌اباد کې د درېيو ساحو د څاه‌ګانو اوبه وچې شوې دي

جلال‌اباد کې د درېيو ساحو د څاه‌ګانو اوبه وچې شوې دي

author avatar
22 Jun 2022 - 18:03
جلال‌اباد کې د درېيو ساحو د څاه‌ګانو اوبه وچې شوې دي
author avatar
22 Jun 2022 - 18:03

[restrict paid=”true”]

جلال‌اباد (پژواک، چنګاښ لومړۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلال‌‌اباد ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې د درېيو ساحو د څاه‌ګانو اوبه وچې شوې او اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.

خلک وایي، دغه سيمه له ځمکې په يوه لوړه سطحه د غونډۍ پر سر ده او کښته ساحو کې کروندګرو د ځمکو لپاره د اوبو ژورې څاه‌ګانې جوړې کړې دي، نو ځکه دوى اوبه نه لري.

د جلال‌اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د هډې اخوندزاده سيمې په دغو درېيو ساحو کې شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ ژوند کوي.

د سيمې يوه اوسېدونکي قاري حفيظ‌الله چې د اوبو يو ټانکر ته يې د اوبو د نوبت په خاطر بوشکې کتار ايښې وې، پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ځای اوبه تر ۲۰۰ مترو کښته شوې دي.

هغه وايي، په دغو درېيو کليو کې لږ تر لږه ۲۵۰ کورنۍ ژوند کوي او هره ورځ ورته يو خيره بنسټ درې وخته په ټانکر کې اوبه راوړي چې هغه هم ورته بسنه نه کوي.

دی زياتوي: «يو خيريه بنسټ دی، هغه هره ورځ درې ټانکره اوبه راوړي، ډېر سخت مشکلات دي، خلک دې ته مجبور دي چې کډه وکړي، لاندې ساحو کې کروندګرو په خپلو پټو کې ټيولونه ويستي، اوبه ټولې هغه کش کوي.»

د صديق په نوم يو تنکی ځوان وايي، سهار، غرمه او مازيګر يوازې همدغو اوبو ته انتظار وي، ځکه که انتظار ونه کړي، ټانکر راځي او اوبه ترې خلاصېږي.

دی وایي، د اوبو نشتون يې د لوبو او زده‌کړو مخه هم نيولې، ځکه بې اوبو ژوند نه کېږي.

دوی له حکومت او خيريه بنسټونو غواړي چې دغې سيمې کې دې د اوبو  ستونزه حل کړي، که نه نو خلک به د کورونو پرېښودو ته اړ شي.

د دغه خيريه بنسټ د اوبو ټانکر چلوونکي حضرت ولي پژواک ته وويل چې له تېرې روژې مياشتې راهیسې دې سيمې ته اوبه راوړي.

هغه وايي، ستونزه له دوو کلونو وه، خو له تېرې روژې راهيسې جدي شوې ده.

بلخوا، د ننګرهار د سينديزې حوزې رييس سيد فضل احمد هم پژواک ته تاييد کړه چې دغه سيمه کې د ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي او اوس ورته د يو خيريه بنسټ په مرسته اوبه ور رسول کېږي.

دی وايي، هڅې يې پيل کړې چې دغې سيمې ته د اوبو د وچېدو ستونزه له نورو لارو حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار سينديزې حوزې رياست وايي، د دغه ولايت لږ تر لږه ۱۷ ولسوالۍ له وچکالۍ سره مخ دي.

[/restrict]

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.