Language

د هېواد په ځینو ولایتونو کې سېلابونو ۲۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ۱۴۰۱): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د هېواد په لسو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ١٨ کسان مړه او ٢٠٠ نور ټپيان شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اړیکو رییس محمدنسیم حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستیو کې د هېواد په لسو ولایتونو کې سېلابونه راغلي چې له دې ډلې په اتو کې یې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

هغه وایي، دغه سېلابونه په فاریاب، کونړ، پکتیا، هلمند، تخار، بغلان، کندوز، ننګرهار، خوست، بدخشان او لغمان ولایتونو کې راوتلي دي.

ده وويل چې د يادو سېلابونو له امله ١٨ کسان مړه شوي او ٢٠٠ نور ټپيان شوي دي.

دى زياتوي چې سېلابونو پنځه سوه کورونه نړولي، ١٥٠٠ څاروي يې له منځه وړي او ٣٥٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه يې هم ويجاړه کړې ده.

د حقاني په خبره، دغه ثبت شوي ارقام نهایي نه دي؛ ټیمونه په ساحه کې کار کوي او ارقام کېدای شي بدلون ومومي او تلفات تر دې هم لوړ  شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د زلزلې له امله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې څه باندې زرو کسانو ژوند له لاس ورکړی او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.