پارون (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د نورستان چارواکي وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې واورې او توپان ۷ کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ شاوخوا ۳۵۰۰ څاروي مړه کړي دي.
دوی زیاتوي، دغه راز د واورې له امله په ځینو سیمو کې لسګونه کسان بند پاته دي.
د نورستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس قیام الدین جانباز پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په نورګرام، واما، وانټ وایګل، کامدېش، دواب، برګمټال، منډول او یو شمېر نورو ولسوالیو کې تېره ورځ واوره ورېدلې او توپانونه راغلي.
هغه زیاته کړه، په یادو ولسوالیو کې د ناڅاپي واورې او توپان له امله یو کس مړ، دوه کسان ورک او څلور نور ټپيان شوي دي. دغه راز شاوخوا ۳۵۰۰ څاروي مړه شوي او لسګونه نور کسان د واورې په سیمو کې بند پاتې دي.
دی وايي، کېدای شي د اوښتو زیانونو کچه تر دې ډېره وي؛ ځکه ځینې سیمې ډېرې لرې دي او مخابراتي اسانتیاوې پکې نشته.
جانباز وویل، په نورګرام ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ څاروي مړه شوي او ۱۴ بانډې د واورې او توپان له امله ویجاړې شوې، دغه راز په وانټوایګل ولسوالۍ کې د ۲ کسانو د ټپي کېدو ترڅنګ ۱۲ غواګانې هم مړې شوې دي.
دی زیاتوي، د دواب ولسوالۍ په بجګل سیمه کې ۲ کسان نادرکه دي او ۸۰۰ څاروي مړه شوي خو د لرو سیمو معلومات یې تر اوسه نشته.
دغه راز ده وویل چې د کامدېش ولسوالۍ په رستم کلي کې ۱۰۰، د برګمټال ولسوالۍ په پنځو کلیو کې ۲۰۰ او په واما ولسوالۍ کې ۳۰۰ څاروي مړه شوي خو ترڅنګ یې په واما ولسوالۍ کې یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي هم دي.
هغه د ځاني او مالي زیانونو ویلو په دوام زیاته کړه چې د مرکز پارون په اشتیوې سیمه کې ۲۰۰ څاروي مړه شوي، دغه راز په منډول ولسوالۍ کې هم ځاني او مالي زیانونه اوښتي خو کره شمېرې یې نه دي ترلاسه شوې.
د نورستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امریت یوه مسوول مولوي سمیع الله پژواک اژانس ته وویل، له دوی سره د اوښتو زیانونو شمېرې شریکې شوې او هڅه کوي زیانمنو سیمو ته مرستې ورسوي.
هغه زیاته کړه، تر ټولو ډېر زیان په نورګرام ولسوالۍ کې اوښتی او له ۱۵۰۰ د ډېرو څارویو د تلف کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د نورستان د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې اوښتي زیانونه تاییدوي او وايي، د واورې او توپان له امله د تلف شوو څارویو ډېره برخه وزې، مېږې او غواګانې دي.
د نورستان اوسېدونکي هم وايي، وړمه ورځ او پرون د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې واورې او توپان ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د نورګرام د تتین درې یوه اوسېدونکي حضرتنبي پژواک ته وویل، د دې ولسوالۍ د نکرې او بزرګخېلو په لوړو کونډونو کې شاوخوا یو متر واوره ورېدلې چې له امله یې تر ډېره څاروي مړه شوي دي.
دی وايي، خلک مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري خو تر اوسه څوک نه دي ورغلي.
د نورستان یوه ټولنیز فعال عبدالرحمن هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې بې موسمه واورې او ږلۍ ورېدو د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ ځپلې او ښايي د اوښتو زیانونو کچه لوړه وي.
دی زیاتوي، ډېرې هغه سیمې چې واوره په کې ورېدلې، ځینو ته یې ان درې ورځې پلې لاره ده چې د ور اوښتو زیانونو په اړه یې هیڅ معلومات نه کېږي.
نوموړي پر حکومت او مرستندویه ادارو غږ وکړ چې د دغه ولایت زیانمنو سیمو ته هم پام وکړي او د خلکو لاسنیوی وکړي.
په نورستان کې په داسې حال کې د واورې او توپان له امله د ځاني او مالي زیانونو اوښتو خبر ورکول کېږي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وروستۍ زلزلې، واورې، ږلۍ او بارانونو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي او کروندې او ځمکې یې له منځه وړي دي.
Views: 155
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن