ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: بلخاب کې د وسله والو پر ضد عملیات پای ته رسېدلي خو لا هم لرې پرتو سيمو کې روان دي

دفاع وزارت: بلخاب کې د وسله والو پر ضد عملیات پای ته رسېدلي خو لا هم لرې پرتو سيمو کې روان دي

author avatar
25 Jun 2022 - 19:52
دفاع وزارت: بلخاب کې د وسله والو پر ضد عملیات پای ته رسېدلي خو لا هم لرې پرتو سيمو کې روان دي
author avatar
25 Jun 2022 - 19:52

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت وايي، د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د وسله والو پر وړاندې چاڼيز عملیات پای ته ورسېدل، خو لا هم په لرې پرتو سيمو کې عملیات روان دي.

د یاد شوي وزارت له خوا نن (شنبه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «څو ورځې وړاندې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د سرپل ولايت اړوند بلخاب ولسوالۍ کې د بغاوتګرو پر وړاندې ګډ چاڼيز عمليات تر سره کړل.»

سرچينه زياتوي، دغه عملیات نن سهار د هغو سيمو په نيولو سره چې وسله وال په کې وو، پای ته ورسېدل.

سرچينه کاږي، په دغو عملیاتو کې حکومتي امنيتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی، خو وسله وال له مقاومت پرته له سيمې تښتېدلي دي.

دفاع وزارت وايي، دغه عملیات لا هم د يادې ولسوالۍ د لرې پرتو سيمو د پاکولو لپاره له کوم خنډ پرته پر مخ روان دي.

سرچينې د عملیاتو په اړه نور جزئيات نه دي په ډاګه کړي او نه يې هم د چا نوم اخیستی دی.

خو د “بي بي سي” د يوه راپور په حواله، له تېرو دوه ورځو راهیسې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او د یوه ځایي هزاره توکمه قومندان مولوي مهدي د پلویانو ترمنځ د جګړې ضد او نقیض رپوټونه ورکول کېږی.

یاد قومندان ته نږدې سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط يادې شوې رسنۍ ته ویلي، سیمه کې وروستۍ جګړه کې دواړو خوائو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

“بي بي سي” همدارنګه د سیمې د ځينو اوسېدونکو په حواله لیکلي چې حکومت د قومندان مهدې پر ځواکونو ځمکني او آن هوایي بریدونه کړي دي.

خو کومې خپلواکې سرچینې بلخاب کې د هوایي بریدونو په اړه دا ادعا نه ده تائید کړې.

سرچينه کاږي، قومندان مهدي د «اسلامي امارت» په لیکو کې یواځینی هزاره توکمه قومندان و، خو له څه مودې راهیسې له دې ډلې جلا شوی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور، پرون شمشاد ته ويلي چې مولوي مهدي له سرپرست حکومت سره هیڅ ستونزه نه لري.

ده زياته کړې: «مولوي مهدي د اسلامي امارت یو تکړه او سپاهي ملګری دی. د هغه په اړه چې کوم شایعات خپریږي، هغه موږ پر کلکه ردوو. مولوي مهدي له اسلامي امارت سره هېڅ  ستونزه نه لري.»

[/restrict]

Views: 291

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.