Language

نورستان کې د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروګرام پیل شو

[restrict paid="true"]

پارون (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د نورستان د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروګرام پیل شو.

د نورستان والي حافظ محمدآغا حکیم د دغه پروګرام د پیل په مراسمو کې وویل، د دغه پروګرام تر چتر لاندې زر کسان په کار ګومارل شوي چې هر کارګر ته به د کار په بدل کې د ورځې ۱۰ کیلوګرامه غنم ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، دوی ژمن دي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او لا ډېر کسان په کار وګومارل شي.

د نورستان د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سلېمان ایمن وویل، ګومارل شوي کارګر به په لومړیو کې د نورستان لوی سړکونه ترمیم کړي، وروسته به دغه پروګرام کلیو او بانډو ته هم وغځوي.

هغه زیاته کړه، که څه هم یاد زر تنه د دوو میاشتو لپاره په کار ګومارل شوي، خو دوی هڅه کوي، دغه پروګرام څلورو میاشتو ته وغځوي.

د نورستان اوسېدونکي خوښ دي چې د خپلو سیمو لارې ترمیموي او په بدل کې یې غنم ترلاسه کوي.

د مرکز پارون اوسېدونکي سمسور پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت لارې خامه دي چې بارانونو او واورو زیانمنې کړي او ترمیم ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي، په دې توګه به لارې و رغول شي او خلکو ته به د خوندي تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

خو ده غوښتنه وکړه چې دغه پروګرام دې وغځول شي، څو ډېر کسان په کار وګومارل شي او ډېرې هغه لارې ترمیم شي چې زیانمنې شوې دي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې غرنی او صعب العبور ولایت دی چې زیاتره درې او کلي یې هیڅ سړک نه لري او د یوې ولسوالۍ پرته یې نورې ټولې ولسوالۍ له مرکز سره په مستقیم ډول نه دي وصل شوې.

[/restrict]