Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر پخوانی امنیه قوماندان روغ لېونی او «قیصاري» بېرته هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱): له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د زابل او لوګر ولایتونو پخوانی امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیونی او د نامسوولو وسله‌والو یو مخکنی قوماندان نظام‌‌الدین قیصاري هېواد ته را ستانه شول.

په هېواد کې د تېرې زمري میاشتې له سیاسي بدلون وروسته یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته ولاړل او ځیني یې له پخوا په بهر کې مېشت دي؛ خو د تېر کال د کب په ۲۵مه د افغانستان سرپرست حکومت کابینې «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون» جوړ او تصویب کړ چې د غويي په ۳۱مه دغه کمېسیون خپله کړنلاره اعلان کړه او کار یې پیل کړ.

د دغه کمېسیون ویاند احمدالله وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل چې نظام‌الدین قیصاري هېواد ته راغی.

قیصاري - چې مخکې په فاریاب کې د ولسي پاڅون په چارو کې د ملي جنبش ګوند د بنسټ ایښودونکي مارشال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی او په دغه ولایت کې د نامسوولو وسله‌والو قوماندان و – د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته ایران ته تللی و او پر خپلې فېسبوکپاڼې یې لیکلي و چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو استازی ټاکل شوی؛ خو وروسته د ایران د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې قیصاري په ناقانونه توګه ورغلی او په ایران کې یې د افغان کډوالو د هویت د اسنادو په تړاو د ځینو «ناقانونه کړنو» له امله نیول شوی دی.

https://pajhwok.com/ps/2021/11/16/nizamuddin-qaisari-arrested-in-iran-2/

دغه‌راز وثیق تېره ورځ په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د اړیکو کميسيون په هڅه په تېر نظام کې د زابل او لوګر ولايتونو امنيه قوماندان غلام سخي روغ‌ ليونی هم هېواد ته راستون شوی دی.

https://twitter.com/WasiqAhmadullah/status/1540707231125078016

دی وايي: «د ارتباط کمېسيون هڅې ګړندۍ روانې دي، په نږدې ورځو کې به يو شمېر نظامي قوماندانان د تماس کمېسيون له لارې هېواد ته راستانه شي.»

تر اوسه د یاد کمېسیون په هڅو د مخکني حکومت د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي وګړو خوندیتوب ادارې مشر انتظار خادم، د ترانسپورټ سرپرست وزیر حسن‌مبارک عزیزي، د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري، د ملي دفاع وزارت ۱۶ پوځیان، په پارلماني چارو کې د دولت مخکنی وزیر فاروق وردګ، د حج او قافو پخوانی وزیر صدیق چکري، د پوليسو د کوپراتیف مخکنی رييس تورن جنرال محمد‌انور کوهستاني، د مخابراتو پخوانی وزیر امیرزی سنګین او د افغان ټیلي‌کام شرکت پخوانی رییس جنت فهیم هم هېواد ته راستانه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.