ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چک کې د افغانستان سفیر د اسیایي سفیرانو ګروپ مشر وټاکل شو

په چک کې د افغانستان سفیر د اسیایي سفیرانو ګروپ مشر وټاکل شو

author avatar
28 Jun 2022 - 00:06
په چک کې د افغانستان سفیر د اسیایي سفیرانو ګروپ مشر وټاکل شو
author avatar
28 Jun 2022 - 00:06

اتلانتا (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۱): په چک جمهوریت کې د افغانستان لوی سفیر شهزاد‌ګل اریوبي د اسیایي سفیرانو ګروپ مشر ټاکل شوی دی.

د چک په پلازمېنه پراګ کې د افغانستان لوی سفارت له خوا د چنګاښ په ۶مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پراګ کې د اسیايي سفیرانو ګروپ مشري چې له دې مخکې په پراګ کې د فیلپين سفیر «اومبرا ټي جاینل» کوله، تېره اوونۍ د جون په ۲۱مه د یوې غونډې په ترڅ کې په پراګ کې د افغانستان لوی سفیر شهزادګل اریوبي ته وسپارل شوه.

سرچینې زیاته کړې، اریوبي په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال د ګروپ د اړیکو پر اغېزناکوالي او د اسیايي هېوادونو د ګډو ګټو او اقتصادي فرصتونو پر ملاتړ ټينګار وکړ او غونډې ته یې د افغانستان د اوسني بشري او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

هغه له اړوندو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان اقتصادي شرایطو، د نجونو او ښځو د کار او زده‌کړو حق او د کډوالو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Views: 1039

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.