کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په کابل کې د مدني ټولنې او نارینه او ښځینه علماوو استازو په یوه غونډه کې د علماوو د لویې غونډې جوړېدل مثبت ګام وباله او غوښتنه یې وکړه چې د نارینه او ښځينه علماوو او مدني ټولنې استازو ته دې هم پکې د ګډون لار پرانیستل شي.
ټاکل شوې سبا چهارشنبه په کابل کې «د افغانستان د علماوو لویه غونډه» د لویې جرګې په تالار کې د ۳۰۰۰ دیني عالمانو په ګډون د درېیو ورځو لپاره جوړه شي.
په دې تړاو نن (د چنګاښ ۷مه) په کابل کې د نارینه او ښځينه علماوو او مدني ټولنو استازو غونډه وکړه.
د غونډې یوې برخهوالې ستارې سادات وویل، د ښځو له ګډون پرته ټولنه پرمختګ نه شي کولای، ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او باید په ټولو سیاسي او ټولنیزو چارو کې ونډه ورکړل شي.
هغې له حکومته وغوښتل چې د علماوو په یاده غونډه کې دې ښځو ته د ګډون حق ورکړي.
د غونډې یوې بلې ګډونوالې بيبي امرې فدايي وویل، د اسلام په ټول تاریخ کې ښځو ته په بېلابېلو برخو کې ونډه ورکړل شوې ده.
هغې زیاته کړه، حکومت دې په یاده غونډه کې ښځو ته ونډه ورکړي، څو خپل نظرونه او وړاندیزونه له خلکو سره شریک کړي.
همدرانګه په دې غونډه کې دیني عالم احمدضیا نوري وویل چې په نظام کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده، حکومت باید ښځو ته په ټولو چارو کې برخه ورکړي او ترې مشورې وغواړي.
نوموړي د علماوو په غونډه کې د ښځو ګډون اړین وباله او ویې ویل: «که د خلکو غوښتنې په نظر کې و نه نیول شي، نو په افغانستان کې به ستونزې حل نه شي.»
دغهراز، د غونډې په پای کې یو پرېکړهلیک هم صادر شو چې پکې د علماوو د لویې غونډې جوړېدل مثبت ګام بلل شوی؛ خو له حکومته یې په دې غونډه کې ښځو او مدني ټولنو ته د ونډې ورکولو غوښتنه کړې ده.
په پرېکړهلیک کې راغلي، په دې غونډه کې پر ملي مسایلو خبرې کېږي او ښځې چې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، باید پکې ګډون ولري.
همدارنګه په پرېکړهلیک کې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه شوې چې په یاده شوې غونډه کې دې د ښځینه علماوو او مدني ټولنو د ګډون په برخه کې همکاري وکړي.
Views: 94
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن