کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د مخکني حکومت د پوهنې سرپرست وزیر او د لغمان او فراه ولایتونو والي محمداصف ننګ هېواد ته راستون شو.
په هېواد کې د تېرې زمري میاشتې له سیاسي بدلون وروسته یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته ولاړل او ځیني یې له پخوا په بهر کې مېشت دي؛ خو د تېر کال د کب په ۲۵مه د افغانستان سرپرست حکومت کابینې «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون» جوړ او تصویب کړ. دغه کمېسیون د غويي په ۳۱مه خپله کړنلاره اعلان کړه او کار یې پیل کړ.
د یاد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق نن پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د اړیکو کمېسيون په هڅو د تېر نظام د پوهنې سرپرست وزير او د لغمان او فراه ولایتونو والي محمداصف ننګ هېواد ته راستون شو.
دی وايي، ننګ له افغان شخصيتونو سره د اړیکو کمېسيون هڅې وستايلې او د بلنې دا لړۍ يې د افغانستان او اوسني نظام په ګټه وبلله.
تر اوسه د یاد کمېسیون په هڅو د مخکني حکومت د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي وګړو خوندیتوب ادارې مشر انتظار خادم، د ترانسپورټ سرپرست وزیر حسنمبارک عزیزي، د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري، د ملي دفاع وزارت ۱۶ پوځیان، په پارلماني چارو کې د دولت مخکنی وزیر فاروق وردګ، د حج او قافو پخوانی وزیر صدیق چکري، د پوليسو د کوپراتیف مخکنی رييس تورنجنرال محمدانور کوهستاني، د مخابراتو پخوانی وزیر امیرزی سنګین، د افغان ټیليکام شرکت پخوانی رییس جنت فهیم، د زابل او لوګر ولایتونو پخوانی امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیونی او د نامسوولو وسلهوالو یو مخکنی قوماندان نظامالدین قیصاري هم هېواد ته راستانه شوي دي.
Views: 91
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن