کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د ریاستالوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د افغانستان علما او قومي مشران به «د افغانستان د علماوو لویه غونډه» کې د اسلامي نظام، ملي یووالي او نورو اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په اړه – چې څنګه ښه کېدای شي – بحث او پرېکړې وکړي.
د حکومت یوې باوري سرچینې تېره ورځ وویل چې یاده غونډه به نن (د چنګاښ اتمه) د لویې جرګې په خېمه کې، د شاوخوا ۳۰۰۰ علماوو او قومي مشرانو په ګډون جوړه شي.
د ریاستالوزار مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې ټاکل شوې دغه غونډه سبا پیل شي.
د هغه په وینا، حکومت د افغانستان د علماوو او قومي مشرانو په غوښتنه کابل کې د دوی راټولېدنې لپاره زمینه برابره کړې ده.
دی وايي: «دوی چي سبا ته راشي او یو بل سره کیني، کولی شي د اسلامي نظام، ملي یووالي او نورو اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په اړه – چې څنګه ښه کېدای شي- بحث او پرېکړې وکړي.»
هغه زیاته کړه، ښځو ته درنښت لري او څنګه چې د هغوې اولادونه په غونډه کې ګډون کوي نو ځکه ټولې مېرمنې هم په یو ډول په دې غونډه کې شاملې دي.
حنفي زیاتوي: «دا چې کلونه وروسته د افغانستان له مختلفو اقشارو او قومونو خلک له بهرنیو فشارونو پرته یو بل سره کیني، دا په خپل ذات کې د ملي یووالي او ثبات لپاره یو مثبت اقدام دی او هیله ده چې مثبته پایله ترلاسه کړو.»
د نوموړي په وینا، په راتلونکي کې به هم دغه شان غونډې ادامه ولري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد خبریالانو ته وویل چې د دې غونډې لپاره امنیتي ځواکونو بشپړ امنیتي تدابیر نیولي دي او د چارو د ترسره کولو لپاره بېلابېلې کمېټې جوړې شوې دي.
د یادونې ده چې یادې غونډې ته د هر ولایت له ولسوالیو او ناحیو څخه درې- درې تنه دیني عالمان او قومي مشران رابلل شوي او د غونډې بهیر به له ملي راډیو څخه په غږیزه بڼه خپرېږي، خو تصویري پوښښ ته به اجازه نه وي.
Views: 207
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن