کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د علماوو ستره غونډه – چې نږدې درې زره ګډونوال به ولري – نن په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې پیلېږي.
یادې غونډې ته د هر ولایت له ولسوالیو او ناحیو درې- درې دیني عالمان او قومي مشران رابلل شوي او درې ورځې په دوام ولري؛ د غونډې بهیر به له ملي راډیو په غږیزه بڼه خپرېږي، خو تصویري پوښښ ته یې اجازه نشته.
د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون مشر احمدالله وثیق پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د افغانستان د علماوو لويه غونډه چې نږدې درې نيمه زره برخهوال به ولري، دوه ساعته وروسته به رسماً پيل شي.»
د ریاستالوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ ویلي وو چې د افغانستان د علما او قومي مشران به «د افغانستان د علماوو لویه غونډه» کې د اسلامي نظام، ملي یووالي او نورو اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په اړه – چې څنګه ښه کېدای شي – بحث او پرېکړې وکړي.
د هغه په وینا، حکومت د افغانستان د علماوو او قومي مشرانو په غوښتنه په کابل کې د هغوی راټولېدنې لپاره زمینه برابره کړې ده.
د نوموړي په وینا، په راتلونکي کې به هم دغه شان غونډې جوړې شي.
Views: 113
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن