ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د علماوو د غونډې ګډونوال مولوي خطابي: په تعلیمي ډګر کې باید له اهل کسانو سره مشوره وشي

د علماوو د غونډې ګډونوال مولوي خطابي: په تعلیمي ډګر کې باید له اهل کسانو سره مشوره وشي

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): مولوي محمدعمر خطابي د علماوو غونډې ته په خبرو کې د چارو په تړاو له اهل کسانو سره پر مشورو ټینګار وکړ، ویې ویل: «د اسلامي امارت کښتۍ باید وژغورل شي. کله کله د کښتۍ د نجات لپاره باید د هغې یوه تخته ماته شي. د ضرورتونو په بنیاد په احکامو کې تغیر راځي.»

دغه‌راز، له هرات ولایته د دغې غونډې ګډونوال مولوي مجیب‌الرحمن انصاري وویل: «څوک چې د اوسني نظام پر وړاندې درېږي، باید سر یې له تنې جلا شي او له منځه یوړل شي.»

«د افغانستان د علماوو لویه غونډه» نن د لویې جرګې په خېمه کې پیل شوه. د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې له ټولو ولایتونو ۳۵۰۰ دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی دی.

له کندهاره د دې غونډې یوه ګډونوال مولوي محمد عمر خطابي نن په دې غونډه کې وویل، که سږ کال له تېر کال سره پرتله شي نو څو بېلابېلې لاس‌ته راوړنې لري.

ده وویل: «استقلال، امنیت، اسلامي نظام، مستقلانه تصامیم، اخوت او ورورلي، تېر کال همدا ټول موارد موږ نه لرل، خو د اسلامي امارت له راتګ سره موږ دا هر څه لرو؛ هېواد د اشغالګرو له فزیکي حضور څخه ازاد شو، نظامي جګړه وګټل شوه؛ خو په سیاسي ډګر کې لا هم موږ ته ستونزې جوړېږي، زموږ د مظلوم ملت پیسې کنګل دي، تحریمات نه دي پورته شوي.»

خطابي وویل چې که څه هم امریکا په نظامي ډګر کې ماتې وخوړه، خو په اقتصادي او تبلیغاتي ‌‌ډګرونو کې یې لا هم خپله جګړه نه ده بس کړې، پر افغانانو  اقتصادي او ملکي مسایل د سیاسي فشار په توګه کارول کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي امارت کښتۍ باید وژغورل شي. کله، کله د کښتۍ د نجات لپاره باید د هغې یوه تخته ماته شي. د ضرورتونو په بنیاد په احکامو کې تغیر راځي. په کار دا ده چې له شورا څخه همیشه کار واخیستل شي او له اهل کسانو سره مشوره وشي.»

هغه همداراز وویل، په تعلیمي ډګر کې باید له اهل کسانو سره مشوره وشي چې افغانستان او هېوادوال څه شي ته اړتیا لري؟ ضرورتونه او تاوانونه به دواړه پرتله کوي او «اخف الضررین» یا لږ زیان به قبلوي.

د نوموړي پر وینا چې د ننني عصر له غوښتنې سره سم باید د هېواد ټولې اړتیاوې په پام کې ونیول شي او د شریعت په چوکاټ کې ورته مثبت ځواب پیدا شي.

له هرات ولایته د دغې غونډې ګډونوال مولوي مجیب‌الرحمن انصاري وویل: «څوک چې د اوسني نظام پر وړاندې درېږي، باید سر یې له تنې جلا شي او له منځه یوړل شي.»

ده ویلي چې په افغانستان کې د اوسني امنیت ساری په ټوله نړۍ کې نه لیدل کېږي او اوس په کار ده چې ټول افغانان په ګډه د نظام د پایښت لپاره کار وکړي.

له ننګرهاره د غونډې یو ګډونوال مولوي ضیاءالرحمان خبرې وکړې، ویې ویل چې په افغانستان کې هر ډول توپانونه تېر شول؛ خو دغه ملت خپل ارزښتونه وساتل او د ساتنې لپاره یې د تاریخ په پاڼو کې شاهکارونه ثبت کړل.

ده وویل، اسلام سرحد نه لري، متحرک دین دی، د هېواد د سرحدونو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت مجاهدین چې د ولس د ځان، مال، عزت او اسلامي هېواد د سرحداتو ساتونکي دي، لازمه ده چې قدرداني یې وشي، تشویق او ترغیب شي.»

له بلخ ولایته د غونډې ګډونوال شیخ محمد‌سعید هاشمي وویل: «مجاهدینو خپل مسؤلیت د جهاد په تر سره کولو ډېر ښه تر سره کړ، اوس د ملت مسؤلیت دی چې د اسلامي نظام ملاتړ او د امرانو اطاعت وکړي.»

ده زیاته کړه، اسلامي امارت تر ټولو ستر کار دا وکړ چې له بریا وروسته یې خپلو مخالفینو ته عمومي بښنه اعلان کړه.

Views: 415

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.