ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: په بلخاب کې ملکي تلفات او له بشري حقونو د سرغړونو ادعاوې تعقیبوو

ملګري ملتونه: په بلخاب کې ملکي تلفات او له بشري حقونو د سرغړونو ادعاوې تعقیبوو

author avatar
30 Jun 2022 - 01:32
ملګري ملتونه: په بلخاب کې ملکي تلفات او له بشري حقونو د سرغړونو ادعاوې تعقیبوو
author avatar
30 Jun 2022 - 01:32

اټلانټا (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۱) :  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوناما دفتر د سرپل بلخاب ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو او بشري حقونو څخه د سرغړونو د راپورونو په اړه اندیښنه ښودلې او وایي چې دا موضوع تعقیبوي.

د تېرې جمعې ورځ (د چنګاښ ۳مه) ځیني راپورونه خپاره شول چې ګواکې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او د یوه ځایي هزاره توکمه قوماندان مولوي مهدي د پلویانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د راپورونو له مخې، مهدي د سرپرست حکومت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې هزاره توکمه قوماندان و، خو له څه مودې راهیسې یې ترې لار بېله کړې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) لخوا  په ټویټر کې خپره شوې لنډه اعلامیه کې راغلي :((یوناما د شمالي ولایت سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله د ملکي تلفاتو، بې ځایه کیدو، د بشري حقونو د ادعا شویو جدي سرغړونو او مالي زیانونو د رپوټونو په اړه اندیښمنه ده او دغه مسله تعقیبوي..))

تر دې مخې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ له بلخاب ولسوالۍ خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ بللې وې او ویلي وو  «ټولې خواوې» باید بشري حقونو ته درناوی وکړي.

هغه زیاته کړې وه،  چې له بلخاب څخه د ناقانونه وژنو، د ملکي وګړو بېځایه کېدو، د ملکیتونو ویجاړولو او د بشري حقونو د نورو سرغړونو راپورونه ځورونکي دي.

خو حکومتي چارواکي بیا یاد راپورونه ردوي او وايي چې بې اساسه او پروپاګند دي.

د ملي دفاع وزارت د شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې وویل: «څو ورځې وړاندې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د سرپل ولايت اړوند بلخاب ولسوالۍ کې د بغاوتګرو پر وړاندې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل؛ دغو ځواکونو نن سهار د هغو سيمو په نيولو سره چې باغيان په کې موجود وو، عملیات پای ته ورسول.»

دسرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد  هم ویلي وو، : «موږ دا خبر ردوو، په بلخاب کې هيڅ نه دي پېښ شوي، هلته حتی لوی جنګ نه دی شوی، صرف د دې لپاره چې هغو باغيانو هلته سرغړاوی او تمرد کړی و؛ د هغوی د کنټرول لپاره ځواکونه رسېدلي وو او له رسېدو سره سم هغوی وتښتېدل او سيمه يې پرېیښې وه.»

دی زياتوي، د بلخاب ټولې سيمې تر کنټرول لاندې دي او ټول ارګانونه د اسلامي امارت له ځواکونو سره دي، هیڅ جګړه نه ده شوې.

هغه وايي: «هلته ارامه ارامي ده، دا وژنې او څه چې ويل کېږي، بلکل غلط او بې‌اساس دي؛ متاسفانه دغسې څرګندونې همېشه د بې‌اساسه افواهاتو او پروپاګندو پر اساس کېږي چې متاسفانه لوی نهادونه يې نشروي.»

 

Views: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.