ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندوستان له افغانستان سره د ۶ ټنو درملو مرسته وکړه

هندوستان له افغانستان سره د ۶ ټنو درملو مرسته وکړه

author avatar
1 Jul 2022 - 01:42
هندوستان له افغانستان سره د ۶ ټنو درملو مرسته وکړه
author avatar
1 Jul 2022 - 01:42

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د هندوستان حکومت وایي، له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې یې ۶ ټنه نور درمل کابل ته لېږلي دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ۹مه، یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا له افغانستان سره د هندوستان د روانو بشري مرستو یوه برخه وه.

سرچینې زیاته کړې چې دا درمل په کابل کې د اندراګاندي ماشومانو روغتون ته ورکړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هندوستان تر اوسه له افغانستان سره د ۲۰ ټنو درملو مرسته کړې چې پکې بېړنۍ طبي توکي هم شامل دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر اوسه له افغانستان سره یې د ۳۵زره ټنه غنمو مرسته هم کړې او له زلزله‌ځپلو سره یې هم د ۲۸ ټنو خوراکي توکو مرستې استولې دي.

[/restrict]

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.