[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۱): ټاکل شوې ده چې «د افغانستان د علماوو لويه غونډه» نن په دویمه ورځ کاري کمېټې جوړې او خپلمنځي بحثونه پيل کړي.
«د افغانستان د علماوو لویه غونډه» پرون د لویې جرګې په تالار کې پیل شوه. د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې له ټولو ولایتونو ۳۵۰۰ دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پرون په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې نن (د چنګاښ ۱۰) به د علماوو غونډه کاري کمېټې جوړې او ګډونوال به يې خپلمنځي بحثونه پيل کړي.
ده وویل، وروسته به کاري کمېټې خپل نظریات د علماوو غونډې له دارالانشا سره شریک کړي.
مجاهد وايي، سبا (د چنګاښ په ١١ مه) – چې د دغې غونډې وروستۍ ورځ ده – د غونډې د ګډونوالو پرېکړه اعلان او له خلکو سره به شريکه شي.
مجاهد په دې اړه چې دیني عالمان به په دغو کاري کمېټو کې پر کومو مواردو بحث کوي، جزییات ورنه کړل او زیاته یې کړه چې د غونډې اجنډا له علماوو سره ده.
د یوې بلې سرچېنې د معلوماتو له مخې، نن به د لویې جرګې په تالار کې تر ۳۰ ډېرې کميټي جوړې شي او هره کمېټه به له سلو ډېر غړي ولري.
خو د ریاستالوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دې غونډې له پیل مخکې ویلي و چې د افغانستان علما او قومي مشران به په یاده غونډه کې د اسلامي نظام، ملي یووالي او نورو اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په اړه – چې څنګه ښه کېدای شي – بحث او پرېکړې وکړي.
[/restrict]
Views: 78
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن